Close Menu
    What's Hot

    د متحده عربي اماراتو د هالنډ په خبرو اترو کې دوه اړخیزې اړیکې او سیمه ییز امنیت بیاکتنه وشوه

    اپریل 23, 2026

    ډاناټا د لویدیځ سیډني کارګو مرکز کې ۳۲ ملیون آسټرالیايي ډالر پانګونه کوي

    اپریل 23, 2026

    د متحده عربي اماراتو او سیرالیون ولسمشرانو د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې

    اپریل 22, 2026
    Facebook X (Twitter) Instagram
    د زما ترجمهد زما ترجمه
    • روغتیا
    • تفریح
    • سوداګرۍ
    • اتوماتیک
    • سپورت
    • لوکس
    • خبرونه
    • د ژوند طرز
    • ټیکنالوژي
    • سفر
    د زما ترجمهد زما ترجمه
    کورپاڼه » د یوه کمربند او يوې لارې د متشبثینو کنفرانس ګټورې پايلې لرلې دي، هنېن/ Hinen په نړيواله همکارۍ کې په فعاله توګه ګډون کړی دی
    PR Newswire

    د یوه کمربند او يوې لارې د متشبثینو کنفرانس ګټورې پايلې لرلې دي، هنېن/ Hinen په نړيواله همکارۍ کې په فعاله توګه ګډون کړی دی

    نوومبر 15, 2023
    Facebook WhatsApp Twitter Telegram Reddit VKontakte Pinterest LinkedIn Tumblr Email

    بيجېنګ، نوېمبر 15، 2023 /PRNewswire/ — په دې وروستيو کې د څه باندې 150 هېوادونو مشرانو د متشبثینو په مشرۍ د “یوه کمربند او يوې لارې” د نړيوالې همکارۍ په درېیمه سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ. د چين د پرمختللې تکنالوژۍ ملي تصدۍ هنېن د یوه کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ په درېیمه سرمشریزه غونډه کې – د یوه کمربند او يوې لارې د متشبثینو د کنفرانس په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او د لاسلیک مراسم یې ترسره کړل. د پرمختللې تکنالوژۍ د ملي تصدۍ په توګه چې څېړونه او پراختیا، تولید ، پلور او خدمات سره مدغم کوي، هنېن له 10,000 څخه ډیر کارمندان او 5 لویې تولیدي تصدۍ لري.

    هنېن د کورنۍ انرژۍ د ذخیرې د سیستم، د مختلطو سولري انورټرونو، د انتقال وړ انرژۍ د منابعو او د بېټریو د بستې د څېړنې او پراختیا او نړيوال پلور ژمنه کوي. دا شرکت له 400 څخه ډیر مسلکي د څېړنې او پراختیا متخصصین او له 150 څخه ډیر د اختراع د ثبت امتیازنامې لري، او ژمن دی چې په پرانېستې فضا، کور او د باندې ژوند کولو لپاره د لوړ کیفیت د تجدید وړ انرژۍ محصولات وړاندې کوي.

    “د یوه کمربند او یوې لارې” د متشبثینو کنفرانس د “یو کمربند او یوې لارې نوښت” د لسمې کلیزې د لمانځلو لپاره خورا مهم پېښه ګڼل کېږي. دا د ټولو اړونده اړخونو لپاره یو مهم پلټ فارم دی چې د لوړ کیفیت پراختیا په اړه بحث وکړي. دغه کنفرانس د چين د نړيوالې سوداګرۍ د پرمختيا شورا، د دولتي شتمنيو د څارنې او مديریت کمېسيون او د چين د صنعت او سوداګرۍ د عمومي فدراسيون له خوا په ګډه تمويل شوی و. د کنفرانس موضوع “د يو کمربند او يوې لارې د نوښت د لوړ کيفيت ګډه رغونه او د ګډ پرمختګ او سوکالۍ د تر لاسه کولو لپاره ګډې هڅې” وې.

    د سږ کال “د یوه کمربند او یوې لارې” د متشبثینو په کنفرانس کې د هېوادونو په پراخ پوښښ او پیاوړي استازیتوب سره له 1,100 څخه ډېرو ګډونوالو برخه اخيستې وه. په اړونده ساحو کې زیربنا، پاکه انرژي، مصنوعي ځیرکتیا، بیولوژيکي درمل، مالي خدمتونه، عصري کرنه، د ریل ټرانزیټ او نور شاملېږي. په دغه کنفرانس کې د 97.2 ملیارد ډالرو په ارزښت د پروژې د همکارۍ تړون عقد شو چې د متشبثینو د تېر کنفرانس په پرتله يې د پروژو او تړونونو شمېر ډېر دی.

    د پرمختللې تکنالوژۍ د ملي تصدۍ په توګه، هنېن د یوه کمربند او یوې لارې د متشبثینو په دغه کنفرانس په فعال ډول برخه واخيسته او په مسلکي برخو کې یې له شریکانو سره د ګډې همکارۍ بېلابېل تړونونه لاسلیک کړل. دغه شرکت به د کور د انرژۍ د ذخیره کولو د سیسټمونو، مختلطو سولري انورټرونو، د بېټرۍ د بستو په برخو کې د څېړنې او پراختیا نوښتونه لا پیاوړي کړي، او په دې توګه به د چاپیریال له اړخه دوستانه محصولات او په د آزادې فضا، کور او د باندې لپاره به د تجدید وړ انرژۍ محصولات وړاندې کړي.

    هنېن به د تکنالوژۍ او توليداتو د نوښت په برخه کې خپلو ګټو ته دوام ورکړي، له شريکانو سره به د یوه کمربند او يوې لارې د نوښت د لوړ کيفيت د همکارۍ د پياوړتيا لپاره کار وکړي او د ګډ پرمختګ او سوکالۍ لپاره به مثبت رول ولوبوي.

    اړیکه

    market@hinen.com

    تصویر – https://mma.prnewswire.com/media/2275758/image_5028007_3344508.jpg

    تصویر – https://mma.prnewswire.com/media/2275759/image_5028007_3344853.jpg

    تصویر – https://mma.prnewswire.com/media/2275760/image_5028007_3344962.jpg

    مربوطه لیکنې

    مکډونالډ د پیرودونکو وفادارۍ بیرته ترلاسه کولو لپاره $ 5 خواړه وړاندیز کوي

    جون 27, 2024

    مایکروسافټ د ابوظبي په G42 کې د AI پراختیا او نړیوال پراختیا ګړندي کولو لپاره 1.5 ملیارد ډالر پانګونه کوي

    اپریل 17, 2024

    د IMF د 2024 نړیوالې ودې وړاندوینه د متحده ایالاتو مقاومت روښانه کوي

    جنوري 31, 2024
    تازه خبرونه

    د متحده عربي اماراتو د هالنډ په خبرو اترو کې دوه اړخیزې اړیکې او سیمه ییز امنیت بیاکتنه وشوه

    اپریل 23, 2026

    ډاناټا د لویدیځ سیډني کارګو مرکز کې ۳۲ ملیون آسټرالیايي ډالر پانګونه کوي

    اپریل 23, 2026

    د متحده عربي اماراتو او سیرالیون ولسمشرانو د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې

    اپریل 22, 2026

    مرسډیز بینز په سیول کې برقي سي کلاس معرفي کړ

    اپریل 22, 2026

    فلای دوبۍ د جولای څخه هره ورځ دوبۍ بنکاک الوتنې زیاتوي

    اپریل 21, 2026

    د متحده عربي اماراتو او البانیا مشرانو دوه اړخیزې اړیکې ژورې کړې

    اپریل 21, 2026

    د متحده عربي اماراتو او انګلستان د بهرنیو چارو وزیران سیمه ییز کړکېچونه بیاکتنه کوي

    اپریل 20, 2026

    اتحاد د شپږو نویو لارو سره د افریقا شبکه پراخه کړه

    اپریل 18, 2026
    © 2024 د زما ترجمه | ټول حقونه خوندي دي
    • کور
    • موږ سره اړیکه ونیسئ

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.